چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

امريکا د افغانانو د مهاجر کېدو لامل ده، د خپلو کړنو تاوان دې ورکړي

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 20, 2022
in نړیوال خبرونه
0
امريکا د افغانانو د مهاجر کېدو لامل ده، د خپلو کړنو تاوان دې ورکړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د روان کال د جون شلمه نېته د کډوالۍ نړيوالې ورځې له ۲۲مې کليزې سره برابره ده.

 خو د م.م وروستۍ شمېرنه ښيي چې د شخړو او جګړو له امله د کډوالو، پناه غوښتونکو او بې کوره کسانو شمېر په لومړي ځل له سل مليونو څخه اوښتی دی.په دې جمله کې پر افغانستان د امریکا د يرغل په پايله کې څلوېښت زره افغانان وژل شوي او ۱۱ مليونه افغان وګړي کډوال شوي دي. ځيني يې اړ شوي چې خپل هېواد پرېږدي او بهرنيو هېوادونو ته کډه شي.خو زياتره يې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

فيض ګل محمدي چې پخوا يې په افغان سمأ تلويزيون کې کار کاوه، د افغانستان د وضعيت د خرابېدو او اقتصادي فشارونو له کبله ايران ته کډه شوی او هلته مزدوری کوي.هغه د سي اېم جي له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې له شاوخوا ۴۰ کلونو راپدېخوا افغانان په ډول ډول پلمو د هېواد او خپلو کورونو پريښودو ته اړ ايستل شوي.

ده وويل چې له تېرو دوو کلونو راهيسې يې په تهران کې ژوند کړی، خو دلته ستونزې ډېرې لري.ده زياته کړه چې له يوې خوا په ايران کې کاري فرصتونه دومره ډېر نشته. دا چې ايران هم له څو لسيزو کلونو راهيسې د غربيانو له اقتصادي بنديزونو سره مخ دی.نو له همدې وجې کاري فرصتونه د پخوا په پرتله ډېر کم شوي او پر ايرانيانو سربېره د افغان کډوالو ژوند په بې ساري کچه خراب شوی دی.اوس زما په شان ځينی افغان کډوال په يوه مياشت کې دوه اوونۍ کار کوو او په نورو وختونو کې په بېکارۍ تېروو.

نوموړي دغه راز زياته کړه چې د اوسېدو ځای نه لري. هر چېرته چې کار کوي، همالته اوسېږي او سربېره پردې د افغان  کډوالو روغتيا ته پاملرنه نه کېږي.

که څه هم په بهرنیو هېوادونو کې افغان کډوال له ډېرو ستونزو سره لاس او ګريوان دي، خو د هېواد په دننه کې د پاتې  څو مليونو بې کوره افغانانو په پرتله نسبتأ ښه ژوند لري. د يوې شمېرنې له مخې اوس د افغانستان په دننه کې د بېځایه شویو کسانو شمېر درې نيم ميليونه دی او دغه شمېر مخ په زياتېدو دی.د دې ترڅنګ د ياد هېواد له نيمايي ډېر نفوس له سختې لوږې سره مخ دی. په دې اړه د پښتو تلويزيون خبريال خپلواک زمونږ له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې وويل:” افغانان اوس د اقتصادي بحران له کبله مجبور شوي چې ګاونډيو هېوادونو، اروپا او امريکا ته لاړ شي. د هېواد په دننه کې اقتصادي حالت کمزوری دی او کاري فرصتونه يې هم لږ دي. ډېر کسان اوزګار دي او خواړه نه لري، نو ځيني يې اړ شوي چې په بازار کې څلور او پنځه کلن بچيان وپلوري. خو که کاري زمينه برابره شي، نو زما په اند روان حالت به بدل او ښه شي. “

د م. م د کډوالو ادارې د يوې تازه شمېرنې له مخې له ۲۰۱۱  کال څخه په نړۍ کې د کډوالو شمېر ډېر زیات شوی چې په دې جمله کې د افغان کډوالو شمېر په نړۍ کې درېیم ځای نيسي. د دې ادارې په اند د کډوالو د ډېرېدو لامل له جګړو، زور زياتۍ او پر بشري حقونو له تېري سره تړاو لري. د امريکا د براون پوهنتون په یو راپورکې دې ته اشاره شوې چې د سپتمبر تر يوولسمې نيټې پېښې وروسته د امريکا له خوا پيل شوې جګړې د کډوالو د نړيوال بحران د شدت سبب دی. خو د امريکا د نیویارک تايمز ورځپاڼې د خبريالې کيستينا کولدبام په اند د افغان کډوالو د ډېرېدو لامل د افغانستان پر سرپرست حکومت د امريکا له اقتصادي بنديز سره تړاو لري.هغې ويلي چې د بنديزونو له کبله افغانستان له عادي نړیوال پولي سيستم څخه وتلی، بانکونه يې تقريبا فلج شوي. نو اقتصادي بنديزونه د افغانانو د بې کوره او کډه کېدو عوامل هم دی.

اوس مهال کابو شاوخوا ۵۳ سلنه افغانان په بهرنيو هېوادونو کې د کډوالو په توګه شپې او ورځې تېروي چې له دې ډلې څخه ډېرې افغانان په قاچاقي ډول نورو هېوادونو ته د ژوندانه اړتياوو د پوره کولو په موخه ځي. د ښاغلي فيض په اند که غربي نړۍ او په خاصه توګه امريکا پر افغانستان اقتصادي بنديزونه لېری کړي او اوسني نظام په رسميت وپېژني، نو د افغانانو د بې کوره کېدو حالت به ختم شي او د کډوالو د بحران په شمول هر څه به سم شي.

Tags: Top
Previous Post

بهرنیو چارو وزارت: ا.ا سره مثبت تعامل د سیمې او نړۍ په ګټه دی

Next Post

وسله والو کسانو په مالي کې ۲۴ ملکي وګړي وژلي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
وسله والو کسانو په مالي کې ۲۴ ملکي وګړي وژلي دي

وسله والو کسانو په مالي کې ۲۴ ملکي وګړي وژلي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

روسیې د امریکا د کانګریس پر غړو بندیزونه لګولي دي

روسیې د امریکا د کانګریس پر غړو بندیزونه لګولي دي

اپریل 14, 2022
په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون واوښت

په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون واوښت

اپریل 3, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ