د اوکراین په خارکیف ښار کې د روسي پوځیانو په پرلپسې توپخانهیي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د خارکیف والي اوله سینګوبوف ویلي چې له تېرې شپې راهیسي د دغه ښار په مختلفو سیمو باندې د روسي پوځیانو توپخانهیي بریدونه پیل شوي دي چې په نتیجه کې یې ۱۵ ملکيان وژل شوي او ۱۵ نور ټيپان شوي دي. نوموړي ویلي چې روسي پوځیان پر هیچا هم رحم نه کوي او په خبره یې، هغوی هیڅ جنګي قوانینو ته درناوی نه لري. بلخوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو وار بیا په اوکراین کې د عملیاتو د دوام خبره کړې ده او زیاته کړې یې ده چې لویدیځ د اوکراین په اړه تازه خبره نه لري.
































