په ایران کې یوې محکمې امر کړی چې واشنګټن باید د هغو ایراني ساینس پوهانو کورنیو ته څلور میلیارده ډالر ورکړي چې په تېرو څو کلونو کې ترور شوي. د محکمې په حکم کې راغلي چې د جنایي تحقیقاتو او اسرائیلي چارواکو د څرګندونو پر اساس ښکاره ده چې دا جرمونه سیهونیستي رژیم کړي. ایران په اسرائیل او امریکا تور لګوي چې د دې هیواد د مهمو اشخاصو په ترور کې لاس لري چې تازه پېښه یې د محسن فخریزاده ترور و. د ایران حکومت د فخریزاده په وژل کېدو کې د اسرایيل لاس درلودلو ادعا کړې ده. همداراز د ایران دولتي تلویزون هم د هغه د مړینې د خبر خپرولو پر مهال دغه برید کې د اسراییل لاس لرلو ادعا کړې ده او ویلي یې دي چې اسراییل له کلونو راهیسې له فخریزاده سره دښمني درلوده. فخریزاده د ۲۰۲۰ کال د نومبر په میاشت کې په تهران کې ووژل شو.
































