اروپايي ټولنه وایي د ایران او امریکا ترمنځ اټومي مذاکرات به ډېر ژر پيل شي. د اروپايي ټولنې یو پلاوی ددغه ټولنې د بهرني سیاست د مسوول په مشرۍ ایران ته تللی دی او له ایراني چارواکو سره یې کتلي دي. جوزف بوریل وایي ټاکل شوې چې ډېر ژر د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات پيل شي او دا مذاکرات به په یوه نوې بڼه په کوم خلیجي هېواد کې ترسره کېږي. هغه زیاته کړې چې دا مذاکرات د اروپایي ټولنې په همکارۍ ترسره کېږي او دوی کوښښ کوي وروستي اختلافات له منځه یوسي او دواړه لوري اټومي هوکړې ته ور وګرځوي.
































