یوې باوري سرچینې رسنیو ته ویلي چې امریکا د اوکراین لپاره د توغندیو د دفاع پرمختللی سیسټم پېري. سرچینې ویلي چې متحده ایالات به ښایي روانه اوونۍ کې اعلان وکړي چې د اوکراین لپاره د توغندیو داسې پرمختللی سیستم پېري چې د لنډ او منځني واټن توغندیو د دفاع وړتیا ولري. دا خبرې یوې باوري سرچینې رویټرز اژانس ته کړې دي. د سرچینې په خبره، واشنګټن ښایي د اوکراین لپاره د نویو امنیتي همکاریو اعلان وکړي چې د توپونو مهمات او د توپونو ضد رادارونه پکې شامل دي. امریکا او اوکراین تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې تر دې ولسمشر جوبایډن د اوکراین په ملاتړ ټینګار کړی دی او د هر ډول همکاریو ټټر یې ډبولی دی.












