ایران وایي افغانستان کې د ناټو او امریکا حضور له ورانۍ او وژنو پرته بل څه نه لرل. د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په تهران کې په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان د اوسني وضعیت مسوولیت پر امریکا او ناټو دی.
دده په خبره ناټو او امریکا پوره شل کاله په افغانستان کې حضور درلود او پلمه یې دا وه چې دوی دلته د ترهګرۍ ضد مبارزه کوي، خو دغه هېواد کې یې ورانۍ پېښې کړې او له وژنو پرته بله پایله نه لري.
هغه تمه ښوودلې چې اوس په افغانستان کې دایمي ثبات راشي او په وینا یې ایران په دغه هېواد کې د داسې یوه حکومت غوښتونکی دی چې ټول اړخونه پکې ځان وویني او د یوې با ثباته راتلونکې لپاره هڅه وکړي.
































