پاکستاني پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یوازې په تېره یوه میاشت کې په شمالي وزیرستان کې ۱۲ ترهګریزي پېښې رامنځته شوې دي چې پر مهال یې ۱۸ پوځیان، اته ترهګر او پنځه عام وګړي وژل شوي دي. د پوځ تر خبرپاڼې وروسته ځایي خلکو ویلي، دا پېښې د پاکستان د څارګرې ادارې په مرسته ترسره کېږي او ادعا کوي چې د دې پېښو له امله تر امنیتي ځواکونو ډېر ملکي وګړي زیانمن شوي دي. ځایي خلک وایي، پاکستان له دې امله په شمالي وزیرستان او بلوچستان کې ورته کړنې ترسره کوي چې هلته د پښتنو او بلوڅو خوځښتونه غلي کړي.
































