د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي چې امریکا او نور لویدیځ هېوادونه اوکراین ته د وسلو په لېږلو سره هڅه کوي چې په دغه هېواد کې روانه جګړه اوږده کړي. شویګو زیاته کړې ده چې د لویدیځ څخه اوکراین ته تر اوسه پورې تر ۲۸ زره ټنه ډېر نظامي تجهیزات او مهمات استول شوي دي چې د اوکرایني سوداګرو له لوري د اوکراین په تور بازار کې پلورل کېږي. شویګو د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې لویدیځ د خپلو وسلو د بازار لپاره هم غواړي چې په اوکراین کې روانه جګړه دوامداره کړي خو ټینګار یې کړی دی چې دوی په هیڅ صورت خپل هدف ته تر رسېدو وړاندې له جګړې لاس نه اخلي. هغه پر لویدیځ غږ کړی دی چې اوکراین ته د وسلو له ورکړې ډډه وکړي ځکه چې دا جګړه نه یوازې اوکراین بلکې ټولې نړۍ ته درانه زیانونه اړولی شي.
































