د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو باندې برید شوی دی چې په پایله کې یې دوو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. راپورونه وایي چې دا برید د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پوځیانو پر پوسته باندې شوی دی چې په پایله کې یې یو پوځي وژل شوی او بل سخت ټپي شوی دی. رسنۍ وایي چې پاکستاني پوځ تر اوسه پورې سکوت غوره کړی دی. د برید پړه تر دې دمه کوم چا یا ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































