د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوتزل د افغانانو لپاره له سولې او مینې د ډک اختر هیله کړې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي د اختر په مناسبت د پوتزل پيغام د خواله رسنیو له لارې خپور کړی دی. په دې پیغام کې پوتزل، چې د یوناما سرپرست مشر هم دی ویلي، چې ملګري ملتونه د سوکاله راتلونکې، ثبات او تلپاتې سولې د ترلاسه کېدو په هڅو کې د افغانانو د ملاتړ او همکارۍ ژمنه کوي.
































