د وروستیو راپورونو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۶۴۸۴۹۳۹ کسان په کرونا ویروس اخته شوي، ۳۸۲۳۸۶ کسه یې مړه کړي دي او ۳۰۱۰۴۸۳ کسان بېرته ترې جوړ شوي دي. په امریکا کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۸۸۱۲۰۵ ته رسېدلی دی. همدا راز تر دې دمه کرونا په امریکا کې ۱۰۸۰۵۹ کسان مړه کړي دي. په برازیل کې د مثبتو پېښو شمېر ۵۵۸۲۳۷ ته رسېدلی دی. ۳۱۳۰۹ کسه بیا په برازیل کې د کرونا له امله مړه شوي دي. په برېتانیا کې د مړو شوو شمېر ۳۹۳۶۹، په ایټالیا کې ۳۳۵۳۰، په فرانسه کې ۲۸۹۴۰ او په هسپانیه کې بیا ۲۷۱۲۷ ته رسېدلی دی.
































