ولسمشر غني د کابل په وزیر اکبرخان جومات کې د وروستۍ چاودنې د ارزونې او پلټنې لپاره یو پلاوی ګومارلی دی. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنیو چارو، د ملي امنیت ریاست، ملي امنیت شورا، لویې څارنوالۍ او علماوو شورا یو با صلاحیته پلاوی به د حج او اوقافو د وزیر عبدالحکیم منیب تر مشرۍ لاندې یاده پېښه څېړي. ارګ وایي حکومت به پر دیني عالم مولوي محمد ایاز نیازي او نورو لمونځ کوونکو د شوي برید هر اړخیزه پلټنه کوي او پلاوی موظف دی چې ژر تر ژره د خپلو پلټنو پایلې له ولسمشر سره شریکې کړي. دیني عالم او د کابل پوهنتون استاد ډاکټر محمد ایاز نیازی تېره ورځ په وزیر اکبر خان جومات کې په یوه چاودنه کې لومړی ټپي شوی او وروسته یې ساه ورکړه. دغه پېښه د ولس له سخت غبرګون سره مخ شوې او دغه برید یې یو وحشتناک عمل بللی دی.
































