ترکیې او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د راپورونو له مخې په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد آرګین آی د کانونو او پترولیم وزارت له سرپرست وزیر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو همکاریو او د اړیکو پر پراختیا ټینګار شوی دی.
ترکي لوري ویلي چې دوی د افغانستان له خلکو سره ژورې اړیکې لري او تمه لري چې دا اړیکې لا ژورې او پیاوړې شي. افغان لوري هم ویلي چې دوی له ترکیې سره د ښو او ډاډمنو اړیکو غوښتونکي دي. نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې د ترکیې لپاره د پانګونې پراخه زمینه موجوده ده نو افغان حکومت ټولو پانګه والو ته ښه راغلاست وايي او ترې غواړي چې د افغانستان په ابادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.































