د پاکستان پوځ وایي چې ترهګرو له بلوچستان ایالت څخه تښتول شوی د پوځ یو افسر وژلی دی. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ډګرمن لایق بیګ مرزا دوه شپې مخکې د بلوچستان له زیارت سیمې څخه له تره زوی سره یو ځای تښتولی و. سرچینې زیاته کړې، کله چې ځواکونو د تښتوونکو پر ضد عملیات پیل کړل، نو هغوی ډګرمن لایق بیګ ووژلو او د هغه د تره زوی یې له ځانه سره وړی دی. پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې دغه افسر په کویټه کې ددفاعي ځواکونو د یوه ښارګوټي مسوولیت په غاړه لاره. بلخوا د بلوڅانو دازادۍ غوښتونکې ډلې د ډګرمن لایق مرزا د وژنې او تښتولو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
































