د ترکیې د بشردوستانه مرستو بله محموله هم افغانستان ته را ورسېده. د راپورونو له مخې ترکیې د خپلو بشردوستانه مرستو په لړ کې تازه افغانستان ته ۱۵۰۰ ټنه بشردوستانه مرستې لېږلې دي. دغه مرستې نن د رېل پټلۍ په مرسته د تورغندۍ بندر له لارې هرات ته را رسېدلې دي.
په هرات کې د ترکیې د قونسلګرۍ مسوولینو دغه مرستې د افغاني سرې میاشتې دفتر ته تسلیم کړې دي. ترکیې د نوي حکومت په راتګ سره د بشري ناورین د مخنیوي لپاره له افغانستان سره بشردوستانه مرستې پيل کړې دي چې دا یې د بشردوستانه مرستو په لړ کې بله محموله ده چې تر هراته را رسېږي. ترکیې ددې تر څنګ د لا ډېرو مرستو ژمنه هم کړې ده.
































