په کندهار ولایت کې د اوبو د مهارولو په موخه درې نوي بندونه جوړېږي. سینهوا خبري اژانس راپور ورکړی دی چې دا بندونه د کندهار په شاه ولیکوټ او سپین بولدک ولسوالیو کې جوړېږي. سرچینه کاږي چې د سپين بولدک ولسوالۍ په بند کې به ۲.۳ ميليون متر مکعب اوبه زېرمه شي، چې پر جوړېدو يې ۳۵ ميليون افغانۍ لګښت راځي او دغه راز دوه نور بندونه د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په منډه کنده او لوال سیمو کې جوړیږي. نوي بندونه به دوه میليون جريبه کرنیزې ځمکې خړوبې کړي. د یادونې ده چې په کندهار کې د اوبو د کموالي له امله کروندګر اړ دي چې ژورې څاه ګانې وکیندي چې دې چارې د ځمکې لاندې د اوبو زیرمې نورې هم کمې کړې دي.
































