افغان او پاکستاني لوري ترمنځ سبا پر سوداګریزو مسایلو خبرې کېږي. د افغانستان سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی له سیمې او نړۍ سره ښې او پراخې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې غواړي.
نوموړي ویلي چې په همدې لړ کې سبا په پاکستان کې افغان پلاوی له پاکستاني پلاوي سره ګوري او په دې کتنه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر شته اقتصادي پالیسیو او توافقونو خبرې کېږي. نوموړي ویلي چې له پاکستان سره د بحث لپاره مهم اقتصادي او سوداګریز مسایل شته دي چې نهايي کېدل غواړي.
هغه همدا راز وویل چې پاکستانی لوری به د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ د ډبرو سکرو پر صادراتو هم له افغان پلاوي سره خبرې اترې ولري. په وروستیو کې افغان حکومت پرېکړه کړې چې د ډبرو سکرو بیه لوړه کړي او پاکستان ته یې صادرات کنټرول کړي.
































