د امریکا ددفاع پخواني وزیر جیمز متیس د روانو لاریونونو له امله پر ډونالډ ټرمپ سختې نیوکې کړې دي. متیس په تازه څرګندونو کې ویلي چې ډونالډ ټرمپ په اوسنیو شرایطو کې په امریکا کې د وصل پر ځای فصل رامنځ ته کړی دی او د امریکایي وګړو د اتحاد لپاره هېڅ نیت نه لري. د ده په خبره په امریکا کې د بل هر وخت په پرتله د خلکو ترمنځ کرکه او نفاق ډېر شوی دی چې دا هر څه د ډونالډ ټرمپ د ځینو کړنو پایله ده. جیمز متیس وايي د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ویني چې پولیس او قانون ساتونکې ادارې په څومره بې رحمۍ د خپلو خلکو پر وړاندې درېږي او لاریون کوونکي ځپي. نوموړي روان وضعیت خواشینوونکی بللی او ټرمپ یې په تبعیض تورن کړی دی.
































