د پاکستان په پنجاب ایالت کې د واده د ګډونوالو یوه کښتۍ په سیند کې ډوبه شوې ده چې په پایله کې یې ۲۲ تنه مړه شوي او ۲۸ نور نادرکه دي. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې دا پېښه پرون د پنجاب ایالت په رحیم یار خان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د سرچینو په خبره، د واده ګډونوالو ورا بل کلي ته په کښتۍ کې روان وو چې ناڅاپه یې کښتۍ ډوبه شوې ده. ځایي سرچینو ویلي چې پېښه په کښتۍ کې د زیاتو کسانو د کیناستو له امله رامنځته شوې ده. د رحیم یار خان حکومتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې په کښتۍ کې ۹۲ کسان سپاره وو، چې تر اوسه د ۲۲ کسانو مړي موندل شوي، ۲۸ نادرکه دي او پاتې نور ژغورل شوي دي.
































