په سریلانکا کې وروسته تر هغه یو ځل بیا خلک لارو کوڅو ته راووتل چې پارلمان د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر رانیل ویکر مسینګي د نوي ولسمشر په توګه تایید کړ. لاریونوال وایي چې مسینګي هم د پخواني ولسمشر ملګری و، له هغه سره یې په فساد کې په مساویانه توګه شراکت لرل. دوی وایي چې نوی ټاکل شوی ولسمشر د سریلانکا په اقتصادي او سیاسي بحران کې د پخواني ولسمشر هومره ښکېل دی نو دوی یې د ولسمشر په توګه نه شي منلی. لاریون کوونکو خبرداری ورکړی دی چې دوی به د رانیل ویکر مسینګي تر استعفا پورې خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.
































