چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين د مصرفي توليداتو نندارتون به د ډېری هېوادونو تصديو ته ګټور فرصتونه برابر کړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 21, 2022
in نړیوال خبرونه
0
د چين د مصرفي توليداتو نندارتون به د ډېری هېوادونو تصديو ته ګټور فرصتونه برابر کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين د مصرفي توليداتو د دوهمې دورې نندارتون به د روان ۲۰۲۲م کال د جولای له ۲۵مې نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د های نان ولایت په های‌ کو ښار کې تر سره شي. د دغه نندارتون مساحت او د ګډونوالو تصديو شمېر يې د تېرې دورې په پرتله څرګند زياتوالی ښيي.

د سوداګرۍ وزارت مسئول وايي، چې دغه نندارتون به د بېلابېلو هېوادونو لپاره د سوداګرۍ د پراخوالي، د همکاريو د پياوړتيا او د پرمختګ د هڅولو مهم ډګر وګرځي،

 د بېلابېلو هېوادونو له تصديو سره به د چيني بازارونو فرصتونه شريک کړي او د نړيوال اقتصاد د احيا لپاره به خوځنده ځواک برابر کړي.

د معلوماتو له مخې، د دغه نندارتون عمومي مساحت سل زره متره مربع دی، چې دغه رقم د تېرې دورې په پرتله ۲۰ زره متره مربع زياتوالی ښيي. په دغه نندارتون کې د ۸۰ زره متره مربع په مساحت د نړيوالو سوداګريزو مارکونو نندارځی شامل دی او د ۶۱ هېوادونو او سيمو له ۱۶۰۰ زيات سوداګريز مارکونه به نندارې ته وړاندې شي. فرانسه به د دغه نندارتون د وياړلي مېلمه هېواد رول ولوبوي.

په دغه نندارتون کې د ۲۰ زره متره مربع په مساحت د چيني سوداګريز مارکونو نندارځی شامل دی او له ۱۲۰۰ زيات چيني مارکونه، په تېره بيا د چين د لوړې کچې باکيفيته توليدات او لرغوني مارکونه به نندارې ته وړاندې شي.

د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال شنګ چيو پينګ د جولای په ۲۰مه نېټه د نوموړي نندارتون په يوه خبري ناسته کې وويل، چې اوسمهال د چين مصرفي بازارونه د احيا او پرمختګ په حال کې دي. د لوړې کچې باکيفيته توليدات په دغه نندارتون کې راغونډېږي او نندارې ته وړاندې کېږي. دا کار به د مصرفي توليداتو د عرضې جوړښت ښه او بشپړ کړي، د لګښتونو لارې به هوارې کړي او بازارونه به فعال کړي.

ښاغلي شنګ چيو پينګ وويل، چې دغه نندارتون ۲۸۰۰ چيني او بهرني سوداګريز مارکونه راجلب کړي، چې نه يوازې د بېلابېلو هېوادونو تصديو ته له چيني بازارونو څخه د ګټې اخيستنې فرصتونه ورکوي، بلکې ګردې نړۍ ته د چين او بهرنيو هېوادونو د ښو توليداتو د خرڅلاو لپاره زمينه برابروي.

د چين د های‌ نان ولايت مرستيال والي ني چيانګ په خبري ناسته کې وويل، چې دغه نندارتون په دريو برخو کې د تېرې دورې په پرتله وړتياوې لري. لومړۍ وړتيا يې دا ده، چې د لوړې کچې لا زيات باکيفيته توليدات او د لا زياتو مسلکي برخو مشهور نړيوال مارکونه به نندارې ته وړاندې شي. دوهمه وړتيا يې دا ده، چې په دغه نندارتون کې به د څه باندې ۲۰۰ سوداګريزو مارکونو له ۶۰۰ ډولو زيات نوي توليدات په لومړي ځل نندارې ته وړاندې شي. درېيمه وړتيا يې دا ده، چې په دغه نندارتون کې به نندارې ته د توليداتو د وړاندې کېدو تر څنګ د پلورلو زمينه برابره شي. د مشهورو چيني او بهرنيو سوداګريزو شرکتونو استازي به په دغه نندارتون کې ګډون وکړي او توليدات به واخلي. د اټکل له مخې، د توليداتو اخيستونکو سوداګرو او مسلکي نندارچيانو شمېر به له ۴۰ زرو تنو څخه اوښتی وي.

د شمېرنو له مخې، په ۲۰۲۱م کال کې د چين د وارداتي مصرفي توليداتو عمومي ارزښت ۱۷۳۰ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې دا رقم په تاريخي ريکارډونو کې تر ټولو لوړ دی او د تېر کال په پرتله ۹.۹ سلنه زياتوالی ښيي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د بازار او مصرف چارو څانګې مشر شو چينګ فنګ په خبري ناسته کې وويل، چې چين له تېرو څو کلونو راهيسې د باکيفيته وارداتي توليداتو د هڅولو او د خلکو د مختلفو مصرفي اړتياوو د پوره کولو لپاره ډېر تدبيرونه نيولي.
چين له ۲۰۱۶م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې د ګمرکي مالياتو کچه له ۹.۸ سلنې څخه ۷.۴ سلنې ته راټيټه کړې او په ۲۰۲۲م کال کې يې يو ځل بيا د خوراکي موادو او طبي توکو په شمول د ډېرو ډولونو وارداتي توليداتو ګمرکي ماليات تعديل کړي دي. د هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون یعنی رسيپ تړون (RCEP) له نافذېدو سره به د غړو هېوادونو ترمنځ تر ۹۰ سلنې زياتو مالونو ګمرکي تعرفې ګام په ګام صفر ته ټيټې شي.

Previous Post

د پاکستان پاسپورټ د نړۍ په کچه بدترین پاسپورټ بلل شوی

Next Post

چین: د امریکا، بریتانیا او استرالیا د اټومي اوبتل همکارۍ ستر خطرونه لري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چین: د امریکا، بریتانیا او استرالیا د اټومي اوبتل همکارۍ ستر خطرونه لري

چین: د امریکا، بریتانیا او استرالیا د اټومي اوبتل همکارۍ ستر خطرونه لري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين او امريکا د څو مهمو اقتصادي او سوداګريزو مسئلو پر مناسب حل لومړني توافق ته رسېدلي

چين او امريکا د څو مهمو اقتصادي او سوداګريزو مسئلو پر مناسب حل لومړني توافق ته رسېدلي

اکتوبر 27, 2025
روغتیا وزارت: هېواد کې د کرونا ۷۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت: هېواد کې د کرونا ۷۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

سپتمبر 13, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ