د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير بلاول بوټو سره کتلي دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دواړو لورو د افغانستان د اړوندو مسايلو په تړاو همکاري او ګډ کار مهم وبلل. په خبرپاڼه کې د کډوالو مديريت، سيمه ييز امنيت او د اداري ميکانيزمونو همغږي کول هغه ټکي ياد شوي چې تهران او اسلام اباد پرې ګډ کار کولی شي. سرچينه وايي، ايران، افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو کې د اسلام اباد رول هم مهم بللی، ټينګار يې کړی چې د سيمې له امنيت او ثبات سره د مرستې په موخه بايد د افغانستان له سرپرست حکومت سره ګډ کار ته ادامه ورکړل شي. د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره هم کتلي وو. محمد صادق پر خپل ټويټر ليکلي چې له خپل ايراني سيال سره يې د افغانستان پر مسايلو خبرې کړې دي.
































