د امریکا په کلیفورنیا کې پراخه اورلګېدنه لا هم روانه ده. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د کلیفورنیا په ځنګلونو کې له جمعې راهیسې اور بل دی چې د مرستندویه او اوروژنې ډلو سلګونه غړي د اور په کنټرول بوخت دي.
ویل کېږي چې اور تر دې دمه ۱۲ زره هکتاره ځنګل له منځه وړی دی او لا هم په چټکۍ د پراختیا په حال کې دی. د اور سیمو ته نږدې شاوخوا ۳ زره کسان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي او هڅه کېږي چې د ځاني تلفاتو مخنیوی وشي. امریکايي حکومت وايي چې له ټولو ممکنو لارو په استفادې هڅه کوي دغه اور کابو کړي او د لا ډېرو زیانونو مخه ونیسي.
































