د امریکا مخکینی ولسمشر بارک اوباما وايي، خوشبینه دی چې امریکا کې به ژور بدلونونه راشي ځکه ځوانانو په هغو مسایلو کې برخه اخیستې د کومو له امله چې اوس په سړکونو باندې لاریونونه روان دي. اوباما د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون د چا نوم نه دی اخیستی خو ویلي یې دي چې اوس د ستونزو د ښکاره کولو وخت دی چې واکمن ورسره نارامه شي. اوباما ویلي، هغه کسان چې د پولیسو او نورو لخوا د دوی د نژاد او رنګ له امله په نښه شوي د هغوی ژوند او خوب هم ارزښت لري.
































