د امریکايي ځواکونو یو سرتېری مایکل وایټ د ایران له زندانه راخوشې شو. نوموړی د ایران مذهبي مشر ته په ۲۰۱۸م کال کې د سپکاوي په تور بندي شوی وو. ایران ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی براین هوک له یوه ډاکتر سره سویس ته تللی چې د دغه امریکايي وګړي هرکلی وکړي او هغه خپل هېواد ته ستون کړي. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي، چې وایټ په الوتکه کې د سویس پر لور روان دی. نوموړي په یوه بېل ټویټ کې د دغه امریکايي وګړي په راخوشې کېدو کې د سویس رول ستایلی دی.
































