په امریکا کې په دوو کورونو کې د چاودنو او اورلګیدنې له امله څلور تنو ژوند لاسه ورکړی. د امریکا په نیبراسکا ایالت کې په دوو جلا کورونو کې په هممهاله توګه د چاودنو په نتیجه کې د رامنځته شوې اورلګېدنې له امله ۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د نیبراسکا پولیس وايي کیدای شي چې دا چاودنې د وسله والې نښتې له امله رامنځته شوې وي. عيني شاهدان وايي، له چاودنې مخکې يې د ډزو غږونه اورېدلي دي. پولیسو ویلي دي چې د دې پیښې یو تن شکمن کس چې کیدای شي د دې برید سره تړاو ولري د نیولو په خاطر هلې ځلې دوام لري.
































