د ایران صبح سلامتي مجلې په یوه تازه څیړنه کې ویلي دي چې ایران کې د کرونا وبا له امله ستره فیصدي هغه ځوانان قرباني شوي دي چې الکولي او غیرې الکولي انرژي لرونکي مشروبات یې ډیر استعمالول. مجله وايي په دې تړاو یوه تازه ځیړنه په ډاګه کوي چې ایران کې د کرونا وبا ځوان قربانیان په سلو کې اویا یې داسې کسان دي چې نشه یي توکي، سګرت، الکولي مشروبات، انرژۍ لرونکي مشروبات او د قهوې خوړل یې ورځیني عادتونه وو، مجلې په ایټالیا کې د فریش مایند روغتیايې ژورنال څخه په حواله دا هم لیکلي چې ایټالیا کې د کرونا وبا ځوان قربانیان هم هغه کسان وو چې له الکولي او غیرې الکولي انرژي لرونکو مشروباتو یې ورځینۍ استفاده کوله ژورنال پر روغتیا نړیوال سازمان غږ کړی چې په دې تړاو څیړنې وکړي او په دې باب عامه پوهاوي کې خپله ونډه سمه ادا کړي.