په سوډان کې خونړيو سيلابونو لږ تر لږه ۵۲ تنه وژلي دي. د سوډان دولتي رسنۍ وايي چې تر سختو اورښتونو وروسته خونړيو سيلابونو په زرګونو استوګنيز کورونه ويجاړ کړي او درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده. د سوډان د ملکي خونديتوب شورا وياند عبدالجليل عبدالرحيم ويلي چې وروستيو سيلابونو ۵۳۴۵ استوګنيز کورونه ويجاړ کړي، لږ تر لږه ۵۲ تنه يې وژلي او ۲۵ نور يې ټپيان کړي دي. ياد چارواکي ويلي چې د سر او مال تر ټولو ډير زيانونه د کوردوفان په سويلي او شمالي برخو، سويلي دارفور او د نيل سيند په غاړو کې اوښتي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداري يا اوچا بيا ويلي چې سوډان کې سيلابونو ۳۸ زره کسان په يو ډول نه يو ډول زيانمن کړي دي. د اوچا له لوري د خپرو شويو معلوماتو پر بنسټ سيلابونو تېر کال هم ۳۱۴ زره سوډانيان په يو ډول نه يو ډول زيانمن کړي وو.
































