د پروان ولایت په غوربند دره کې د سېلابونو له امله د قربانیانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی. د دغه ولایت په شینوارو او سیاه ګرد ولسوالیو کې تېره ورځ سېلابونه راوتلي، چې له امله یې ۳۱ کسان مړه او ۲۰ نور ټپيان دي. سرچینې وايي، چې د دغو ولسوالیو نږدې ۱۰۰ اوسېدونکي لادرکه شوي هم دي. له دې وړاندې ځايي سرچینو د مړو شمېر ۱۷ ښوولی و. د یادونې وړ ده، چې له پرون راهیسې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې سېلابونه راوتلي او د سر زیان تر څنګ یې خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.
































