د ملګرو ملتونو له خوا یوه اجاره شوې کښتۍ چې د اوکراین غله جات پهکې بار وو، د تور سمندرګي له بندره د ایتوپیا پر لوري روانه شوه. دا له هغو هېوادونو سره چې له سختې قحطۍ سره مخامخ دي د مرستې لپاره د خپل ډول له مخې د غله جاتو لومړۍ بسته ده. د اودیسه والي ماکسیم مارچنکو ویلي، دغه کښتۍ د ادیسه د ختیځ له یوژنه بندر څخه پرون روانه شوه. دغه غله جات به جیبوتي ته ولېږدول شي، چې هلته به تخلیه او د خوړو نړیوال پروګرام تر څارنې لاندې به ګاونډي هېواد ایتوپیا ته ولېږدول شي.
































