د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، چې د دغه ولایت د بزګرانو او بڼوالو لپاره د ۱۹۹ کرنیزو پروژو چارې، چې پکې ۱۵۵ ممیزخونې او د پیازو ۴۸ صفر انرژۍ سړې خونې شاملې پیل شوې.
دغه پروژې د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو د ښه مدیریت په پار د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د پراختیایي شوراګانو له لارې د دوو میاشتو په لړ کې پلې کېږي.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره د بڼوالو او بزګرانو انګور او پیاز په ښه ډول مدیریت کېږي او په مناسب وخت کې د پلور لپاره چمتو کیږي.
د هغه په خبره چې د دغو پروژو ۹۰ سلنه لګښت د کرنې وزارت له خوا او ۱۰سلنه نور یې د بڼوالو او بزګرانو له خوا ورکول کیږي.