د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې د شخصي موټرو له چلوونکو غوښتنه کړې چې په خپلو موټرو کې د دولتي نښو، اشارو او هارنونو له لګولو ډډه وکړي. په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې سرپرست حکومت د مشرتابه عالي مقام د (۱۵۲۰) ګڼه فرمان پر بنسټ او د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د هدایت له مخې، د شخصي موټرونو خاوندانو ته خبر ورکول کېږي چې په شخصي وسایطو کې د دولتي هارنونو، اشارو او نورو دولتي نښو، لګولو څخه ډډه وکړي. د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت همداراز ټينګار کړی چې سرغړونکو سره به قانوني چلن کېږي. د کابل په ګډون د هېواد په ګڼشمېر ولایتونو کې د شخصي موټرو ترڅنګ، موټرسایکلونو او نورو وسایطو کې خلک لوړ هارنونه لګوي،چې دا چاره د غږیزې ککړتیا لامل شوې وه.












