چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

اندېښمن ځاځی: د نوي کیفیته تولیدي ځواک په اړه د چین نظریې د پاملرنې وړ دي

لیکنه: هیله؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 7, 2024
in نړیوال خبرونه
0
اندېښمن ځاځی: د نوي کیفیته تولیدي ځواک په اړه د چین نظریې د پاملرنې وړ دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اوس د چین دوه مجلسونه په پلازمېنه بېجینګ کې روان دي. د چین صدراعظم لي چیانګ د ۱۴م ملي ولسي کانګرس دوهمې کلنۍ غونډې ته د حکومت کاري راپور وړاندې کړ او پکې راغلي، چین به د عصري صنعتي سیسټم جوړولو ته هراړخيزه وده ورکړي، د نوي کيفيت تولیدي ځواکونو پراختیا به ګړندۍ او د نوښت لارښوونکي رول ته به بشپړ ارزښت ورکړي او د ساینسي او تخنیکي نوښتونو پر بنسټ به صنعتي نوښت په خوځښت راولي.

د پښتو څانګې خبریالې هیلې په دې اړه د افغانستان د سرپرست حکومت د ارګ د مطبوعاتي ادارې له مسئول انديښمن ځاځي سره یوه مرکه وکړه او ښاغلي اندېښمن ځاځي وویل، چې د نوي کیفیته تولیدي ځواک په اړه د چین نظریې د پاملرنې وړ دي. څرنګه چې سږ کال په چین کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو د پلې کېدو له ۴۵مې کالیزې سره سمون لري، د دغو تګلارو له تطبیق راهیسې، چین د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په برخو کې د پام وړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي. چین په دې بهیر کې پر پرانیستې ټينګار کړی او له بېلا بېلو هېوادونو سره ګټور فرصتونه شریکوي.

اندېښمن ځاځي صاحب په تېرو څلويښتو کلونو کې د چین د پرمختګ په جریان کې د پام وړ پرمختګ په اړه وویل، چین په تېرو څلویښتو کلونو کې پراخ او د پام وړ پرمختګونه کړي دي، خو تېر لس کاله بیا د چین له پاره په اقتصادي پرمختګ کې خورا مهم او طلایي کالونه وو.

نوموړي وویل، په تېرو ۴۵ کلونو کې او په ځانګړي ډول په تېرو لسو کلونو کې د چين حکومت د سوداګرۍ او پانګونې په موخه سوداګرو او پانګوالو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي. چین په کور دننه کې د بهرنيو تصديو حقه حقونه او پرمختيایي حقونه تضمين کړي، د بهرنیو هېوادونو د تولیداتو او وارداتو بهیر یې چټک او زیات کړی. چیني اقتصادي مارکیټونو ته یې د ننوتو بهیر خورا اسان او ساده کړی، او دې ته ورته نور ډېر د پام وړ کارونه یې ترسره کړي دي.

اندېښمن ځاځي په اشارې وویل، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د بهیرونو له لارې ګڼ هېوادونه یې له ځان سره په دې اقتصادي او پراختیایي یون کې یو ځای کړي دي، د یادولو وړ ده چې چین په دې توانېدلی دی چې تر دې دمه شاخوا ۱۵۰ هېوادونه او له ۳۰ زيات  نړيوال سازمانونه له ځان سره په دې سفر کې ملګري کړي چې دا په خپله یوه لویه لاسته رواړنه او پرمختګ بللی شو. چین همدا راز په تېرو څلویښتو کلونو کې په دې توانېدلی چې د سیمې له ګڼو هېوادونو سره د کرنې، انرژۍ، کلتور، روغتيا، پولي چارو، ساينس او تخنيک په ګډون په نورو ګڼو برخو کې د دوه اړخيزې همکارۍ پروژې په بریالیتوب سره پلې کړي.

نوموړي وویل، چې چین اوس د نوي کیفیته تولیدي ځواک په اړه نظریه وړاندې کړه او دا له نوښت څخه ډکه نظریه هم ده. چین تل له خپلو ځانګړتیاوو سره سم د پرمختګ لاره غوره کړې او ګټورې نظریې یې وړاندې کړې دي. د چین لخوا د نویو لاسته راوړنو تر لاسه کېدو ته سترګې په لار یوو.

هغه د چین او افغانستان ترمنځ د همکارۍ په اړه زیاته کړه، که افغانستان او چین د دوه اړخیزو اقتصادي ګټو پر بنسټ دا جوړې شوې اړیکې لا پسې پیاوړې کړي نو لرې نه ده چې دا اړیکې به د افغانستان تر څنګ خپله چین ته هم د اقتصادي ودې په بهیر کې ډېره مرسته وکړي او د چین اقتصادي پرمختګونه به لا پسې ګړندي کړي.

خو افغانستان ته هم پکار ده چې د خپل اقتصادي ملاتړي او ملګري هېواد له تجربو ګټه پورته کړي او د هغو مناسبو لارو چارو او تګلارو په کارولو سره خپلې اقتصادي ستونزې هوارې او اقتصاد ته وده ورکړي چې اوس ورسره دا هېواد لاس او ګرېوان دی او د چین د طرحو او تګلارو په مرسته دې خپل اقتصاد ته وده ورکړي.

Previous Post

نور علي ځدراڼ له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

Next Post

کورنیو چارو وزارت، شخصي موټرو کې په دولتي نښو بندیز لګولی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کورنیو چارو وزارت، شخصي موټرو کې په دولتي نښو بندیز لګولی

کورنیو چارو وزارت، شخصي موټرو کې په دولتي نښو بندیز لګولی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د افغان حکومت شپاړس کسیز پلاوی نن مسکو ته ځي

د افغان حکومت شپاړس کسیز پلاوی نن مسکو ته ځي

مارچ 17, 2021

شي جين پینګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د يوې غونډې مشري وکړه

دسمبر 7, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ