چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

د افغان حکومت شپاړس کسیز پلاوی نن مسکو ته ځي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 17, 2021
in افغانستان
0
د افغان حکومت شپاړس کسیز پلاوی نن مسکو ته ځي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د مسکو کنفرانس په درشل کې د افغان حکومت یو پلاوی نن روسیې ته ځي. د راپورونو له مخې، دغه شپاړس کسیز پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون کوي او پر افغان سوله به بحثونه کېږي. طالبانو هم دغه غونډې ته د خپل لس کسیز پلاوي د لېږلو خبره کړې ده او په وینا یې، دوی هم په غونډه کې ګډون کوي. د افغان حکومت په پلاوي کې د ملي مصالحې عالي شورا او سیاسي ګوندونو استازي هم شامل دي. بلخوا ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار کړی، چې سوله یې ستره غوښتنه ده، خو پر اساسي قانون معامله نه کوي.

د روانې میلادي میاشتې په ۱۸مه په مسکو کې د افغان سولې په اړه کنفرانس جوړېږي. دغه کنفرانس د روسیې په کوربه توب او د امریکا، چین، افغان حکومت او طالبانو له ګډون جوړېږي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه ټولو اړخونو ته بلنلیکونه استولي دي چې د بهرنیو چارو وزارت هم په دغه غونډه کې د ګډون لپاره د خپل پلاوي د لېږلو خبره کړې وه. د ملي مصالحې عالي شورا وایي چې د مسکو په غونډه کې به یو شپاړس کسیز پلاوی ګډون وکړي.

You might also like

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

د ملي مصالحې عالي شورا یوې سرچینې ویلي چې د پلاوي مشري به ډاکټر عبدالله عبدالله کوي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼ سیاسي شخصیتونه په دغه پلاوي کې شامل دي. سرچینه وایي، د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، مارشال عبدالرشید دوستم، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د پخواني ولسمشر مرستیال کریم خلیلي، د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال بابر فرهمند، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري، د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی، د مذاکراتي ټيم غړی متین بیګ، د مذاکراتي ټیم غړی احمد نادر نادري، د مذاکراتې ټیم غړې حبیبه سرابي، د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار، د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال عبدالله خنجانی، د حزب اسلامي غړی عبدالستار خواصي او د حزب اسلامي بل غړی غیرت بهیر د مسکو په غونډه کې د ګډون کوونکي شپاړس کسیز پلاوي غړي دي.

سرچینه وایي چې دغه پلاوی به نن مسکو ته ځي او د مارچ په ۱۸مه به په جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي. بلخوا د بهرنیو چارو وزارت بیا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مسکو او ترکیې غونډې د دوحې د غونډو او مذاکراتو بدیل نه دي، بلکې په دوحه کې به مذاکرات په خپل حال روان وي. بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا دواړه جوړېدونکي کنفرانسونه د دوحې د بهیر بشپړوونکي دي او تمه ده چې د سولې هڅې ګړندۍ شي.

بهرنیو چارو وزارت دغه راز د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو له هڅو او همکاریو هم مننه کړې ده او وایي څومره چې د افغان سولې په اړه د سیمې د هېوادونو همکاري او اجماع ډېرېږي دومره افغانان سولې ته نږدې کېږي. د سرچینې په وینا: «موږ د افغان سولې په برخه کې د نړیوالو او سیمه ییزو همکارانو له مرستو او همکاریو ستاینه او مننه کوو».

ددې تر څنګ ولسمشر غني بیا تېره ورځ په بهرنیو چارو وزارت کې یوه کنفرانس ته د خبرو پر مهال ویلي چې د سولې ملاتړی دی خو ددې ملاتړی نه دی چې له ټاکنو پرته دې واک بل چا ته وسپاري. د ده په خبره، که طالبان وغواړي څومره ژر چې کېږي، ټاکنو ته تیار دی، خو له ټاکنو او د خلکو له رایې پرته واک چا ته نه سپاري. د ده په وینا: «که طالبان وغواړي، همدا سبا هم ټاکنې کېږي. خو د اساسي قانون پر بنسټ له خلکو د رایې حق باید وا نه خیستل شي».

د ولسمشر دريځ د امریکا د وروستیو اقداماتو په تړاو تر پخوانیو دريځونو یو څه نرم ښکاري او داسې تمه شته چې دا ځل به د افغانستان د جګړې پای ته یوه معقوله لار پیدا کېږي.

Tags: Top
Previous Post

د چین کمونېست ګوند خپل هېواد ته څه وکړل؟

Next Post

خپلواک: د کمال خان بند چارې بشپړې شوي، ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
خپلواک: د کمال خان بند چارې بشپړې شوي، ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

خپلواک: د کمال خان بند چارې بشپړې شوي، ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کندهارـ هرات عمومي سړک د بیا رغونې چارې پیل شوې

د کندهارـ هرات عمومي سړک د بیا رغونې چارې پیل شوې

دسمبر 31, 2023
د اسلامي همکاریو سازمان استازي په افغانستان کې خپل دنده پیل کړه

د اسلامي همکاریو سازمان استازي په افغانستان کې خپل دنده پیل کړه

مارچ 6, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved