د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۲مه نېټه د امريکا د استازيو جرګې مشرې نانسي پېلوسي د چيني لوري له سخت مخالفت او احتجاج سره سره د چين تايوان سيمې ته سفر وکړ.د نوموړې دغه کړنې د يو چين پېژندنې له اصل او د چين او امريکا له ۳ ګډو اعلاميو څخه څرګنده سرغړونه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو سياسي بنست يې سخت ويجاړ کړی،د تايوان تنګي سولې او ټيکاو ته يې زيانونه رسولي او د تايوان خپلواکي غوښتونکو ته يې غلطې نښې خپرې کړې دي.چين له دې سره ټينګ مخالفتاو د دغې کړنې سخته غندنه کوي.اجازه ده چې د تايوان تنګي د اوسني حالت په اړه څه معلومات وړاندې کوم.
په نړۍ کې يو چين شتون لري. تايوان د چين يوه برخه ده چې تاريخي او قانوني واقعيتونه يې بيخي روښانه دي او د نړیوالې ټولنې خوا منل کېږي.په ۲۳۰ ميلادي کال کې د چين په خاوره کې د )) وو ((ملک يو ليکوال چې نوم يې)) شېن ينګ ((د ساحلي سيمو د اوبو او ځمکو په اړه خپل کتاب کې په لومړي ځل د تايوان په باره کې څه معلومات ريکارډ کړی دی .د چين حکومت بيا د ))سوی(( سلسلې په موده کې )له ۵۸۱ز کال نه تر ۶۱۹ز کال پورې(د ۳ ځلو لپاره تايوان سيمې ته خپل سرتېري لېږلي،تر ))سونګ(( او ))يوان((سلسلو وروسته)له ۹۶۰ز کال نه تر ۱۳۶۸ز کال پورې( يې په تايوان ټاپو کې اداري ارګانونه جوړ کړي او په حکومتوالۍ يې پيل کړی دی.دغه راز د چين حکومت په ۱۶۸۴ کال کې تر فوجيان ولايتي حکومت لاندې د تايوان سيمه ييز حکومت جوړ کړ،بيا په ۱۸۸۵ کال کې يې تايوان د يو ولايت په توګه وټاکه چې د هغه وخت چين ۲۰م ولايت يې وباله.تر دې وروسته د چين او جاپان ترمنځ سمندري جګړه پېښه شوه چې په پايله کې يې تايوان په مجبوريت سره تايوان ته ورکړل شوی دی او د ۲۰مې پېړۍ په ۴مه لسيزه کې چينايانو له جاپاني تېري کوونکو سره جګړه کې بری موندلی او د تايوان حاکميت بېرته چين ته راستون شو. تايوان چې د چين د نورو ولايتونو په شان پکې چينايان ژوند کوي،تل د هېواد يوه نه بېلېدونکې برخه ده.دا واقعيت چې تايوان په چين پورې اړه لري، د وخت په تېرېدو سره نه بدلېږي.
له قانوني لحاظه،د قاهرې اعلاميه(۱۹۴۳) او پوټسدام اعلان(۱۹۴۵) کې دواړه په ډاګه شوي،د تايوان، پنګ هو ټاپوګانو او د چين شمال ختيځې برخ په شمول سيمې چې د جاپان لخوا غلا شوي، بايد ټول بېرته چين ته ورکړل شي.په ۱۹۷۱ کال کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې تصويب شوی ۲۷۵۸م پرېکړه ليک کې هم ليکل شوي چې په نړۍ کې يوازې يو چين شتون لري،تايوان د چيني خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه ده او د چين ولسي جمهوريت د ټول چين په استازيتوب يوازينی مشروع حکومت دی.نړيوال قانون دا منلی چې تايوان په چين پورې اړه لري.نو هر ډول کړنه چې د يو چين پېژندنې له اصل څخه سرغړونه کوي،تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته له ټينګ شوي نړيوال نظم سره مخالفت بلل کېږي.د چين ولسي جمهوريتپه ۱۹۴۹ کال کې جوړ شو او له دې راهيسې يې د يو چين د پېژندنې اصل پر بنسټ له ۱۸۱ هېوادونو سره ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړي دي.د يو چين پېژندنې اصل د نړيوالې ټولنې موافقه او د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصل بلل کېږي.
امريکا په ۱۹۷۹ کال کې له چين سره د سياسي اړيکو د ټينګېدو په اعلاميه کې د چين د يوازيني مشروع حکومت په توګه د چين ولسي جمهوريت پېژندلی دی او ويلي يې دي چې امريکايان به د دې پر بنا د تايوان له خلکو سره کلتوري، سوداګريزې او نورې غير رسمي اړيکې وساتي.دا ټول په تاريخي سندونو کې ساتل شوي دي. خو د امريکا حکومت په دې موده کې خپله کړې ژمنه ماته کړې او د چيني لوري د سخت مخالفت او احتجاج له پامه غورځولو سره تايوان ته د استازيو جرګې د مشرې نانسي پيلوسي له سفر ملاتړ کړی او د تايوان له مسئلې په ګټې اخيستنې سره د چين د پرمختګ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا مخنيوی غواړي.د امريکا دا ډول ناشونې هڅې چې چين دې ته خپل صبر نشي ساتلی، خامخا ناکامېږي.زه بايد دلته پر دې ټينګار کوم چې د تايوان تنګي حالت د وروستۍ ترينګلتيا پړه د امريکا پر غاړه ده. امريکا ۷ ناسمې کړنې کړې دي.
لومړی،امريکا لومړی سياسي شخړه راپارولې ده.د امري:ا کانګرس د امريکا حکومت د يوې تشکيلاتي برخې په توګه بايد د يو چين پېژندنې اصل جدي مراعات کوي او له تايوان سره دې هېڅ رسمي تګ راتګ و نه کړي. خو مېرمن نانسي پېلوسي د دغه هېواد د استازيو جرګې د مشرې په توګه له سخت مخالفت سره سره تايوان ته تللی او ورڅخه يې ليدنه کړې. د نومړې دغې کړنې د چين پر ملي حاکميت او خاورينۍ بشپړتيا ښکاره تېری دی چې د چینايانو د سخت قهر او نفرت سبب کېږي. دا پېښه د امريکا لخوا په خپل سر پلان شوې او راپارول شوې ده چې لاملونه او پايلې يې بيخي روښانه دي.امريکا د تايوان تنګي د سولې ويجاړونکې او د شخړې پارونکې ده.
دوهمه،امريکا د سيمه ييز حالت ترينکلتيا رامنځته او د سيمې امنيت يې ګواښ کړی دی.تايوان د چين تايوان دی او د تايوان چارې د چين کورنۍ چارې دي.خو امريکا د چين په کورنيو چارو کې ستوغه لاسوهنې کوي،کله نا کله يې د تايوان تنګي حالت د ترينګلتيا په موخه پېښې جوړې کړې او د سيمې امنيت يې ګواښ کړی دی.آن په داسې حال کې چې د تايوان تنګي حالت ترينګلی شوی،امريکايي ځواکونه لا هم د چين په شاوخوا کې پوځي تمرينات کوي،د ))ريګن(( په نوم د امريکا الوتکې وړونکې بيړۍ او د الوتکو او بيړيو ډله يې اوس مهال لا هم د ارام سمندر په لويديځه برخه کې فعاليت کوي چې دا د سيمه ييز حالت د ترینګلتيا سبب نه دی؟د يوې شمېرنې له مخې، له ۲۰۰۱ کال راهيسې د امريکا لخوا د پارول شويو جګړو او پوځي عملياتو له امله څه باندې ۸۰۰ زره تنه وژل شوي او لسګونه مليونه تنه بې ځايه شوي دي.دغه هېواد د خپل تسلط د ساتلو په موخه زياتې غير قانوني جګړې راپارولې او بې شمېره بېګناه عام وګړي يې وژلي دي.اوس امريکا بيا د تايوان تنګي په شاوخوا سيمه کې پېښې جوړوي،موږ دې ته اجازه ورکوو؟
درېيمه،امريکا سپين ته تور او تور ته سپين وايي او د نړيوالو نظر ته سپکاوی کوي.دغه هېواد تر هر څه دمخه شخړه پارولې،بیا چين د خپل ملي حاکميت او امنيت د ساتلو په موخه ځوابي تدبيرونه نيسي چې له نړيوالو او کورنيو قوانينو سره سمون لري.نو ځکه د چين خوا نيول شوي ځوابي اقداماتو د افغانستان په شمول د نړيوالې ټولنې زيات ملاتړ تر لاسه کړی دی. تر اوسه پورې څه دپاسه ۱۷۰ هېوادونو او زياتو نړيوالو سازمانونو په دې مسئله کې خپل عادلانه اواز خپور،د يو چين د پېژندنې پر اصل يې ټينګار او د چين لخوا د ملي حاکميت او خاورينۍ بشپړتيا له ساتلو يې ملاتړ کړی دی.د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ رئيس او سرمنشي دواړو څرګنده کړې چې ملګري ملتونه به په دوامداره توګه د عمومي اسامبلۍ پر ۲۷۵۸م پرېکړه ليک ټينګار ولري. دا چې د امريکا په وينا نړيوالې ټولنې د چين ځوابي اقدامات سخت غندلي، بيخي دروغ دی.پوښتنه دا ده چې امريکا د نړيوالې ټولنې استازيتوب کولی شي؟ امريکا د نړيوالې ټولنې عادلانه اواز نشي اورېدلی؟
څلورمه،امريکا په نړيواله ټولنه کې د نظري ګډوډۍ د رامنځته کولو په موخه د تايوان مسئله د روسيې او اوکراين له شخړې سره نښلوي.تايوان مسئله د اوکراين له بحران سره اصلي توپيرونه لري.امريکا د اوکرايني بحران له پېښېدو راهيسې تل په اور کې تيل اچولی او په خپله خوښه يې پر روسيې يواړخيز بنديزونه يې لګولي چې له امله يې په ټوله نړۍ کې د غلودانو او انرژۍ کمښت مخ په زياتېدو دی او د سخت بشري بحران سبب ګرځېدلی دی.امريکا له دې څخه هېڅ تجربې نه دي زده کړې،آن د تايوان مسئله يې له اوکرايني بحران سره نښلولې ده.اوکرايني بحران د څو لويو هېوادونو ترمنځ د جغرافيايي او سیاسي سيالۍ پايله ده چې څو هېوادونه او د ناټو او اروپايي ټولنې په شمول نړيوال سازمانونه پکې ښکېل دي.خو تايوان په تاريخ کې تل د چين يوه برخه ده او اړوندې چارې يې د چين کورنۍ چارې دي.امريکا د اوکراين په مسئله کې څو څو ځله ملي حاکميت تکرار کړی، خو د تايوان په مسئله کې يې بيا بيا د چين ملي حاکميت او د يو چين پېژندنې اصل ننګولی دی.دا کټ مټ دوه ګونې معيار دی.د تايوان مسئله له اوکرايني بحران سره مقايسه نه کېږي.
پنځمه،امريکا پر چين بې دليله تور لګوي چې د تايوان تنګي اوسنی حالت بدلوي،خو په حقيقت کې پخپله دا بد کار کوي.له نړيوال قانون لحاظه اوسنی حالت په يوه موده کې د واقعيتونو يا سياسي حالت مانا لري.نو د تايوان تنګي اوسنی حالت څه دی؟ اوسنی حالت دا دی چې د تايوان تنګي دواړه غاړې په چين پورې اړه لري،تايوان د چين يوه برخه ده او د چين ملي حاکميت او خاورينۍ بشپړتيا هېڅکله نه ده مات شوې.څوک چې د اوسني حالت بدلول غواړي،امريکا او د تايوان خپلواکي غوښتونکي دي،نه چين.امريکا له څو کلونو راهيسې د تايوان له ځايي حکومت سره د خپلمنځي واقعي اړيکو د نژديوالي په موخه ګډې هڅې کړې،پوځي تګ راتګ يې پياوړی کړی او له تايوان خپلواکي غوښتونکو ملاتړ کوي.دا کړنې د اوسني حالت د بدلولو په موخه نه دي؟ بلې خوا د تايوان واکمن ديموکراتيک او پرمختيايي ګوند د هېواد له سترې برخې سره د ۱۹۹۲ کال ګډه موافقه نه مني،په تدريجي توګه د تايوان د خپلواکۍ پر لور ګامونه پورته کوي او بې له چين نه سياسي او کلتوري تګلارې پلې کوي. دا د اوسني حالت د بدلولو لپاره نه دي؟امريکا پر چين بې دليله تور لګوي چې د تايوان تنګي اوسنی حالت بدلوي،خو په حقيقت کې پخپله دا بد کار کوي.له دې څخه د امريکا باداري او د سړې جګړې افکار څرګندېږي.
شپږمه، امريکا د چين څو ځله جدي احتجاج ته له پامه غورځولی او په خپل سر عمليات تر سره کوي.چين څلور مياشتې مخکې په مختلفو چينالونو او کچو څو ځله له امريکا سره تايوان ته د نانسي پېلوسي له سفر سره مخالفت او جدي دريځ څرګند کړی ،دغه سفر يې د يو چين د پېژندنې له اصل او د چين او امريکا له ۳ ګډو اعلاميو څخه سرغړونه بللې او ويلي يې دي چې چين به ځوابي تدابير ونيسي،امريکا دې هېڅ سوتفاهم و نه لري او هر ډول پايله او پړه دې د امريکا پر غاړه وي.چين د امريکا د قانع کولو لپاره هر ډول کارونه کړي دي.خو امريکا د چين دغو کارونو ته خپلې سترګې او غوږونه پټ کړي دي.نو امريکا بايد د تايوان تنګي حالت د ترينګلتيا پړه پر غاړه واخلي.که داسې نه وي،عدالت او واقعيتونه په کوم ځای کې دي؟
اوومه،امريکا نړيوال قانون ته له پامه غورځوي او د يو چين د پېژندنې اصل ته هېڅ مانا نه ورکوي.په نړۍ کې يو چين شتون لري،تايوان د چين يوه نه بېلېدونکې برخه ده او د چين ولسي جمهوريت د چين په استازيتوب يوازينی مشروع حکومت دی. دا د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۲۷۵۸م پرېکړه ليک لخوا تائید شوی د نړيوالو اړيکو بنستيز اصول او له چين سره په ۳ ګډو اعلاميو کې د امريکا جدي ژمنه ده چې په تاريخي سندونو کې ليکل شوي او هېڅ سوتفاهم نشته.که څه هم امريکا وايي چې د يو چين د پېژندلو تګلاره يې نه ده بدلې،خو په حقيقت کې يې له څو کلونو راهيسې د يو چين د پېژندلو اصل ته هېڅ مانا نه ده ورکړې.دغه هېواد له تايوان سره د اړيکو قانون او له تايوان سره د ۶ ژمنو په اړه سند تصويب او پلی کړی دی. دا ټول له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده چې چين هېڅکله نه دي منلي او تل يې ور سره مخالفت کړی او کوي يې .د چين دايمي نظر دا دی چې د اوسنۍ مسئلې په حل کې دې د يو چين د پېژندلو اصل او د چين او امريکا د ۳ ګډو اعلاميو مراعات کېږي.
امريکا په نړۍ کې تر ټولو لويه جګړه پلورونکې، د نړيوالې سولې تر ټولو لويه ويجاړونکې او د سيمه ييز ثبات تر ټولو لويه ستونزه جوړونکې ده.د تايوان مسئلې په اړه د امريکا د ټولو بدو کارونو موخه د چين د پرمختګ مخنيوی دی څو خپله باداري او تسلط وساتي.امريکا له يوې اوږدې مودې راهيسې د خپل تسلط او ځواکونو په اتکا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې زياتې شخړې راپارولې،د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې يې لاسوهنې کړې،جګړې او ګډوډي يې رامنځته کړې او له دې لارې يې زياتې شتمنې موندلې دي.په تېره بيا امريکا د خپلو ګټو په موخه په افغانستان کې ۲۰کلنه جګړه پيل کړې او په دغه هېواد کې يې هم ۷جرمونه کړي دي چې افغانانو او افغان ټولنې ته يې سخت زيانونه رسولي دي.
لومړی،امريکا د افغانستان پر ملي حاکميت تېری کړی دی. امريکا په ۲۰۰۱ کال کې د افغانانو ارادې ته له پامه غورځولو سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه پر افغانستان تېری کړ،د افغانستان په کورنيو چارو کې يې ستوغه مداخلې کړې او بيا په دغه هېواد کې يې د ۲۰ کلونو لپاره اشغال کړی دی.امريکا د افغانستان ملي حاکميت،امنيتي او پرمختيايي ګټو ته سخت زيانونه رسولي دي.
دوهم،امريکا بې شمېره بې ګناه افغانان وژلي دي.زيات شواهد ښيي چې په افغانستان کې ميشتو امريکايي سرتېريو د کسانو د وژلو ډلې جوړې کړې او د ساعتېرۍ په موخه يې پر بې ګناه عام وګړو ډزې کړې.حتی د قربانيانو ګوټې يې پرې کړې او د جنګي يادګارۍ په توګه يې ساتلی دی.د يوې شمېرنې له مخې له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې څه باندې ۱۰۰ زره بې ګناه عام وګړي د امريکايي ځواکونو په پوځي عملياتو کې مړه شوي او له ۱۰مليونو نه زيات تنه له دې امله کډه شوي دي.
درېيم، امريکا په عمدي توګه بنديان ځوروي.د امريکا د دفاع وزارت په ۲۰۰۶ کال کې په مجبوريت سره په عراق او افغانستان کې د خپلو ميشتو سرتېريو لخوا د بنديانو د ځورولو کابو سل عکسونه خپاره کړل.د نړيوالې سزايي محکمې سرڅارنوال په ۲۰۲۰ کال کې څرګنده کړې چې نژدې سل تنه افغان بنديان د امريکايي ځواکونو له ځورولو حتی جنسي تېري سره مخامخ شوي دي.
څلورم،امريکا له ترهګرۍ سره په مبارزه کې دوه ګونې معيارونه غوره کوي.په افغانستان کې د تورويستي ډلو شمېر تر اوسه پورې څه باندې ۲۰ته زيات شوی دی.امريکا د افغانستان ملي حاکميت او خاورينۍ بشپړتيا ته سترګې پټوي،پخپله خوښه يې د افغانستان هوايي قلمرو ته ډرونونه لېږلي دي.زموږ په اند ترهګري ضد مبارزه دې د نورو هېوادونو ملي حاکميت ته زيانونه و نه رسوي.
پنځم،د امريکا ارزښتي نظريه بيخي ناسمه ده.امريکا تل دا غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د تش په نوم ديموکراتيک نظام جوړ کړي او د لويديځې نړۍ ارزښتي نظريه خپره کړي چې د افغانستان له ملي واقعيتونو، ولسي ارادې او عنعنوي کلتورونو سره سمون نه لري،نو په پايله کې يې له اوږدې مودې راهيسې په افغانستان کې شخړې دوام درلودې،د فساد حالت بيخي سخت ښکارېدل او خلکو په بد حالت کې ژوند کړی دی.
شپږم،امريکا يوازې د خپلو ګټو لپاره کار کوي.په افغانستان کې ۲۰کلنې جګړې چې د امريکا لخوا رامنځته شوې،نه يوازې دغه هېواد ته ټولنيز پرمختګ نه دی ورکړی،بلکې د افغانستان زيربناوو يې سخت ويجاړ کړي دي.په پايله کې يې د افغانستان اقتصادي پرمختګ تر اوسه په رکود کې پاتې دی او افغانان سخت ژوند تېروي.د تېر کال په اګست کې امريکايي ځواکونو د خپلو ګټو د ساتلو په پار په بېړنۍ توګه له افغانستانه خپل ځواکونه ايستلي.که څه هم دوی وتلي، خو افغانان په ستونزمن حالت کې پاتې دي.
اووم،امريکا افغانانو ته لا زياتې ستونزې جوړوي.امريکا د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانانو ژوند ته هېڅ پام نه دی کړی، پر فغانستان خپلو اقتصادي او پولي بنديزونو ته يې دوام ورکړی او د افغانانو پر شتمنۍ يې کنګل او غلا کړی دی.د امريکا داسې کړنې په افغانستان کې د بشري ناورينونو د سختوالي سبب ګرځېدلې دي چې که څه هم افغانان شتمني لري، خو هېڅ ناورين ژغورونکي توکي او د ژوند لومړني توکي نشي اخيستلای.
چين او افغانستان دواړه په تاريخ کې د استعمار او بهرني تېري لخوا ځپلي دي. څه باندې سل کاله دمخه چين د لويديځو هېوادونو له استعماري تېري سره مخ شو چې د امريکا او برېتانيا په شمول د ۸ هېوادونو ځواکونو د چين په پلازمېنه بېجينګ کې اور لګولی،عام وګړي يې وژلي او زياتې شتمنۍ يې غلا کړي دي.د چين کمونېست ګوند له جوړېدو وروسته دغه ګوند د چينايانو لاسونه سره يو کړي، په ستومانه کېدونکو کوښښونو سره يې له هېواد نه بهرني تېری کوونکي شړلي، ملي خپلواکي يې تر سره کړي او د سلو کلونو په زحمت کښو هڅو سره يې وتلي لاسته راوړنې موندلې دي. نن ورځ چيني ملت د ستر پرمختګ نوې زمانې ته ننوتلی او د خپل ملت د بيا سمسورتيا پر لور چټک ګامونه پورته کوي. نننی چين پخوانی چين نه دی.وطن ته د تايوان بېرته راستول له تاريخي تمايل سره سمون لري.چينايان باور،ټينګ هوډ او وړتيا لري چې د هېواد يووالی او د چيني ملت بيا سمسورتيا تر سره شي.
اوس مهال افغانستان چې پکې تازه جګړه پای ته رسېدلې، د ثبات ساتلو په مهمه مرحله کې ده.د افغانانو پر وړاندې داسې تاريخي فرصت دی چې خپله اينده او برخليک وټاکي او له نورو بهرنيو تېريو به ډډه وکړي.چين به د ښه ګاونډي،ورور او همکار په توګه د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو افکارو په رڼا کې د نړيوال پرمختيايي او امنيتي وړانديزونو له مخې له افغانستان سره د مختلفو چارو همکارۍ پراخې کړي،له زحمتکښو افغانانو سره يو ځای به په افغانستان کې د سولې ،ټيکاو او پرمختګ د ژر تر سره کېدو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. باور لرم چې چين، افغانستان او نړيواله ټولنه به په دغه بهير کې د بادارۍ او تسلط ضد او د عدالت او مساوات د ساتلو اوازونه او ځواکونه پر له پسې پياوړي کړي او د تايوان مسئلې په پلمه د امريکا توطيې او افغانانو ته رسولي تراجيډي چې له تاريخي پرمختګ سره سمون نه لري،هېڅکله به نه رامنځته شي.
































