چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

له افغانستانه د امريکايي پوځ تر وتلو وروسته څه بدلونونه راغلي؟

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 18, 2022
in نړیوال خبرونه
0
له افغانستانه د امريکايي پوځ تر وتلو وروسته څه بدلونونه راغلي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د تېر کال د اګست په ۱۵مه نېټه طالبان کابل ته داخل شول او د دې ترڅنګ امريکا په بيړه له افغانستان څخه خپل عسکر وایستل. تر يو کال وروسته نړيواله ټولنه بيا افغانستان ته پام اړوي چې د اسيا زړه ګڼل کېږي. په تېر یو کال کې په دې هېواد کې څه بدلونونه راغلي دي؟ افغانان څنګه دغو بدلونونو ته ګوري؟ د چين د سي اېم جي خبريالې له ځينو افغان خبريالانو سره مرکه کړې ده. هغوی وايي چې تر اوسه پورې په افغانستان کې مثبت بدلونونه نه دي راغلي، اقتصادي وضعیت خراب شوی او د بېوزلۍ کچه لوړه شوې چې دا له امريکا سره نېغ تړاو لري.

امن او سوله د هر افغان هيله ده. ويل کېږي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته افغانستان د پخوا په پرتله خوندي دی. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم داسې ويلي چې جګړه ختمه شوه. موږ خوشاله یو، ډېر باثباته او خوندي احساس کوو. دغه احساسات ښايي زياتره افغانان ولري. د افغانستان د ملي راډيو او ټلويزيون خبريال هوتک د سي اېم جي له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې داسې ويلي چې له افغانستانه د امريکايي پوځ له وتلو څخه تر اوسه پورې په دې هېواد کې ښکاره مثبت بدلونونه نه تر سترګو کېږي، يوازې د پخوا په پرتله لږ څه امن او سوله شته، خو بريدونه اوس هم کېږي. د بېلګې په توګه څه موده دمخه په کابل کې امريکا د بې پيلوټه الوتکې په وسيله پر يو کور بريد کړی دی. په ورته وخت کې بېوزلي او بې کاري خپل اوج ته رسېدلي دي. زموږ خلک په ژوند کې له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ دي. نو نه شو ويلی چې زموږ په هېواد کې مثبت بدلونونه او تغيرات راغلي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

که څه هم په افغانستان کې امنيتي وضعيت په څرګنده توګه ښه شوی دی،  خو په دې سره نورې ستونزې سختې شوې دي. ځينې افغانان داسې وايي چې که څه هم بريدونه راټیټ شوي، خو اولیه خوراکي توکي هم کم شوي دي. زیاتره افغانان د هرې ورځې د درېیو ځلو ډوډۍ پر تر لاسه کولو اندېښمن دي. د ملګرو ملتونو يوه شمېرنه ښيي چې د اټکل له مخې د تېر کال له اګست څخه راپدېخوا د افغانستان اقتصادي پيمانه له ۳۰ سلنې څخه تر ۴۰ سلنې پورې کمه شوې. له ۳۸ میليونو افغانانو څخه څه باندې نيمه برخه له سختې لوږې سره مخ دي. افغان ښځې او نجونې ښايي په تېر يو کال کې د راغلو بدلونونو په اړه پېچلی احساسات ولري. د یوې افغان راډیو خبرياله هيله شهيد زموږ له خبریالې سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې له يو کال راهيسې زموږ په ژوند کې کوم بدلونونه نه دي راغلي بلکې زموږ ژوند له ستونزو او ننګونو سره مخ دی. ډېرې کمې ښځې اوس په ټولنه کې کار کوي او شمېر يې يوازې له سلو څخه لس فيصده دی. زياتره افغان ژورناليستان چې خپلې دندې له لاسه ور کړې، اوس د ژوند په برخه کې له ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي. ويل کېږي چې زموږ په هېواد کې اقتصادي وضعيت ورځ تر بلې په خرابېدو دی. ډېر ځوانان د اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژنه کوي. فقر او ناچاري ډېر ځوانان دې ته اړ کړي چې هېواد پرېږدي او غیر قانوني کډوالي وکړي.

دا چې له افغانستانه د امريکايي پوځ له وتلو څخه يو کال پوره شوی، خو په افغانستان کې راغلي بدلونونه دومره لږ دي. د څېړونکو په اند رښتيا ده چې د امريکا په شمول د لوېديځو هېوادونو بدې کړنې د اوسني وضعيت د خرابوالي سبب کېږي. تر اوسه پورې د دې هېواد واکمن حکومت رسميت د نړيوالې ټولنې له خوا نه دی پېژندل شوی چې تر شا يې د دغو هېوادونو تور لاسونه دي. د چين د نينګ شيا پوهنتون د عربي هېوادونو چارو د څېړنيز انسټيټيوټ مشر لي شاو شيان په دې اړه ويلي چې د امريکا په مشرۍ لوېديځ هېوادونه دې د افغانستان د اوسني وضعيت د سختېدو پړه پر غاړه واخلي. په تېرو شلو کلونو کې امريکا د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته وده نه ده ورکړې او له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته يې بیا د افغان مرکزي بانک شتمنۍ کنګل کړې چې دغه هېواد په عادي توګه بيا اباده نه شي. ولې افغانستان کې اقتصادي حالت خراب شوی؟ لاملونه يې له امريکا سره نېغ او ښکاره تړاوونه لري.

(撰稿:余海芳 初审:徐晓勤 审定:陈重 签稿:席猛)

Previous Post

ایران او امریکا د زندانیانو تبادلې ته تیاری ښوودلی

Next Post

اقتصادي کمسیون: د کمال خان بند پاتې کارونه دې بشپړ شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
اقتصادي کمسیون: د کمال خان بند پاتې کارونه دې بشپړ شي

اقتصادي کمسیون: د کمال خان بند پاتې کارونه دې بشپړ شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دسمبر 29, 2024

Free Spins No Deposit Needed Uk

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ