متقاعد جنرال او د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو پخوانی وزیر کولن پاول له یوې تلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې ټرمپ یو دروغجن انسان دی، چې د ولسمشر په توګه بیا ټاکل کېدل یې د امریکا په زیان دي. نوموړي ویلي ټرمپ په امریکا کې نژاد پالنې ته لمن وهي او له لاریون کوونکو سره یې د ناوړه چلن پټ امرونه ورکړي دي. پاول ویلي ټرمپ یو دروغجن انسان دی او امریکا ته یې د ګټې پر ځای زیان اړولی دی.
































