سي ان ان انګلیسي په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې امریکا ته راغلي افغانان له سختو ستونزو سره مخ دي. د راپور پر بنسټ سره له دې چې امریکا ته د افغانانو د لېږدول کېدو یو کال پوره شوی دی خو ډېری یې لا هم د سرپناه له نشتوالي او آن د لومړنیو ستونزو له نه حل کېدو شکایت کوي. په راپور کې راځي چې زرګونه افغانانو په امریکا کې د راحت او آرام ژوند هیله لرله، خو دلته یې هر څه له سره پيل کړي دي او په خورا ارزانه کورونو پسې د ژوند لپاره ګرځي. سرچینه کاږي امریکايي حکومت تر خپلې وسې له دوی سره د مرستې هڅه کړې ده، خو دا کافي نه دي او لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري، څو افغان کډوال وکړی شي خپل ژوند په سمه توګه مخه ته یوسي.
































