په افغانستان کې د خوراکي توکو او سونتوکو بیې د تېرو اونیو په پرتله ټېټې شوې دي. د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ اداره وايي چې افغانستان کې دمګړی د نغدو پیسو کمښت ستره ستونزه ده او د نرخونو د لوړېدو سبب ده.
دغه اداره وایي چې د خوراکي توکو او تېلو په بیو کې د تېرو اونیو په پرتله کموالی راغلی دی خو د تېرو کلونو په پرتله نرخونه لا هم څو برابره لوړ دي. اوچا وایي افغانستان کې د نغدو پیسو کمښت بله هغه ستونزه ده چې سوداګرۍ او راکړې ورکړې ته یې خنډونه جوړ کړي او تمه ده چې ددغه ستونزې د حل لپاره هر اړخیزې هڅې وشي.
د نغدو پیسو د کمښت خبره داسې مهال مطرح کېږي چې په ښار کې کاروباریان د نوو بانکنوټونو له نشتون شکایت کوي او وایي چې په زړو پیسو راکړې ورکړې کاروبار ورته سخت کړی دی.
































