امريکا کې د ډزو په دوو جلا پېښو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي. لومړۍ پېښه په ډيټرايټ ښار کې شوې او يوه وسله وال کس درې تنه وژلي دي. د پېښې يوه عيني شاهد چې خپله هم ټپي شوی پوليسو ته ويلي، بريدګر د دريو تنو تر وژلو وروسته په سيمه کې د ولاړو موټرو په ښيښو کې کتل چې ده د پېښې د لامل پوښتنه ترې وکړه. هغه ويلي چې وروسته بريدګر پر ده هم ډز وکړ او له سيمې يې پښې سپکې کړې. پوليسو ويلي چې بريدګر د ځانګړي نژاد خلک نه دي په نښه کړي او په بېلابېلو خلکو يې ډزې کړې دي. دوی ويلي چې د هغه د موندلو هڅې يې پيل کړې دي. په دې ته ورته يوه پېښه کې د ټکزاس ايالت په هيوسټن ښار کې هم بريدګر درې تنه وژلي او څو کورونو ته يې اور ورته کړی دی. د هيوسټن پوليسو ويلي چې بريدګر له دې کبله د خلکو کورونو سوځولي چې اوسېدونکي يې را ووځي او دی يې ووژني. د دې پېښې عامل د پوليسو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی.
































