ایران وینزویلا ته د هوایي کارګو له لارې د طبي توکو یوه بله مرسته لېږلې ده. دا مرسته چې نن وینزویلا ته رسېدلې ده پکې، د کرونا ویروس د معایناتو کېټونه او د دې ویروس د ناروغانو لپاره نور طبي توکې شامل دي. د سویلي امریکا دا هېواد او ایران دواړه د امریکا له بندیزونو سره مخ دي چې په دې وروستیو کې یې اړیکې د پراخېدو په حال کې دي. د وینزویلا د پلان وزیر ریکارډو مینیډیز ویلي، ژر به له ایران سره د امپریالیزم ضد یوه پرمختیایي اجنډا رامنځته کړي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د امریکا د بندیزونو سربېره دې هېواد ته د ایران یوه تېل وړونکې کښتۍ سلامته ورسېده او دواړو هېوادونو یو بل سره د ملګرتیا پر غځولو ټینګار وکړ.
































