امریکایي الوتکې د تاجکستان او پاکستان له لارې افغانستان ته د ننه کېږي. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه لا هم له امریکا سره همکاري کوي. نوموړي پر افغان خاوره د امریکايي الوتکو ګرځېدل غندلي او زیاتوي چې پاکستان یا تاجکستان امریکايي الوتکو ته د تېرېدو لاره ورکوي.
تر دې وړاندې افغان چارواکو هم منلې وه چې امریکايي الوتکې پر افغان خاوره تاوېږي خو زیاتوي چې په دې اړه یې امریکا ته واضح پیغام استولی دی او له دوی یې غوښتي چې دا لړۍ ختمه کړي. د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب هم په خپلو څرګندونو کې پر پاکستان نیوکه کړې وه او پر دغه هېواد یې غږ کړی و چې پر افغان خاوره دې د امریکايي الوتکو د ګرځېدو لپاره زمینه نه برابروي او د تګ راتګ لار دې نه ورکوي.
































