د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د سوالګرو راټولولو کمېټې یوازې کابل کې تر دې مهاله ۲۳۴۷ سوالګر راټول کړي چې له دې ډلې ۷۸۹ یې مستحق او ۱۵۴۶ یې بیا حرفوي سوالګر پېژندل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د افغانستان ا.ا مشر شیخ هبت الله اخندزاده له کابل ښاره د سوالګرو د راټولولو او د هغوی د ستونزو هوارولو په اړه یو فرمان صادر کړی او د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ته یې لارښوونه کړې وه چې په کابل ښار کې د سوالګرو د راټولولو او د هغو ستونزو ته د رسېدو لړۍ دې پیل کړي. اوس مهال فقر او بي وزلي د اوسني حکومت پر وړاندې یوه ستونزه بلل کېږي او ان یو شمېر خلک د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره سوالګري کوي.
































