په چک جمهوریت کې زرګونه کسانو د ګرانۍ او حکومت د بې کفایتۍ په غبرګون کې لاریون کړی دی. د نړیوالو رسنیو د راپور پر بنسټ د چک جمهوریت په پلازمینه پراګ کې شاوخوا ۷۰ زره کسانو په یوه ستر لاریون کې برخه اخیستې وه. دوی د اوکراین د جګړې په تړاو له حاکم ګوند د بې طرفۍ غوښتنه وکړه او ټینګار کوي چې که حکومت خپله بې طرفي نه ساتي نو اوسنی ګوند باید استعفا ورکړي. دوی وایي چې په چک جمهوریت کې ګراني اوج ته رسېدلې ده، خلک د سون او تولید لپاره د انرژۍ له کمښت سره مخ دي خو حکومت په دې اړه واضح تګلاره نه لري. د چک حاکم حکومت بیا دا لاریونونه د روسیې پلوه کړیو کار بولي او هغې ته د تبلیغاتي جګړې په سترګه ګوري.
































