یوه بهرمېشتي افغان پانګه وال په کندهار کې د کرنیز لابراتوار پر جوړولو پانګونه کړې او په لومړي ځل یې د کرنې په برخه کې دغه مهمه اړتیا پوره کړه.
انجنیر سمیع نوري چې په دې برخه کې يې په بهر کې زده کړې کړي، کندهار ته راغلی او دلته یې د نوري کرنیز لابراتوار بنسټ کېښود.
نوري وایي، کندهار د هېواد مهم کرنیز ولایت دی چې ۸۰ سلنه وګړي یې په کرنه او بڼوالۍ بوخت دي، خو د دې چارې د ودې لپاره یوه کرنیز لابراتوار ته اړتیا وه.
هغه زیاته کړې، د دغه کرنیز لابراتوار پر جوړولو یې له ۱۰۰ زره ډالره ډېره پانګونه کړې چې ۵۱ ډوله کرنیز معاینات پکې ترسره کېدای شي. دی وايي، په دغه لابراتوار کې د خاورې، اوبو او د نبات د مختلفو برخو؛ لکه ريښې، تنې، پاڼې او مېوو د بېلابېلو امراضو معاینات ترسره کېږي.