امریکايي چارواکي وايي، چې له ۲۳۰ زیات افغان کډوال ماشومان له خپلو کورنیو جلا په متحدوایالتونو کې اوسېږي. د امریکا این بي سي خبري شبکې راپور ورکړی چې له ۲۳۰ زیات افغان ماشومان له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو له وتلو سره د کډوالو په ډله کې امریکا ته لېږدول شوي دي. د هغو اسنادو له مخې چې این بي سي د کډوالو د ځای پرځای کولو له فدرال ادارې څخه ترلاسه کړي دا ماشومان له خپلو کورنیو جلا شوي او میندې او پلرونه یې په افغانستان کې پاتې دي. د نوموړې ادارې چارواکو ویلي، په داسې حال کې چې له افغانستانه د خلکو د اېستلو بهیر یا تخلیه نوره هم ګرانېږي، ښايي دا ماشومان ډېرژر له خپلو کورنیو سره یوځای نه شي.
































