د صنعت کارانو اتحاديه وايي چې تېر يوه کال کې د کورنيو توليداتو کچه ۴۰ سلنه را ټيټه شوې ده. ياده اتحاديه د کورنيو توليداتو د کچې د را ټيټېدو لامل بانکي محدوديتونه او د خلکو د پېر وس ټيټېدل په ګوته کوي. د صنعتکارانو د اتحاديې رييس عبدالجبار صافي ويلي چې پخوا افغانستان کې څلورو زرو لويو او کوچنيو فابريکو فعاليت کاوه خو تېر کال تر سياسي بدلون وروسته لويه برخه فابريکې وتړل شوې. د صافي په خبره چې که څه هم وروستيو دوو دريو مياشتو کې د صنعت وضعيت نسبتاً ښه شوی خو د خلکو د اقتصادي وضعيت د خرابېدو له کبله د کورنيو توليداتو کچه ۴۰ سلنه را ټيټه شوې ده. د يادونې وړ ده چې پخوا د افغانستان توليد ۲۰ قلمه توکي بهرنيو هېوادونو ته صادريدل چې وروستيو کې دا شمېر هم د پام وړ را ټيټ شوی دی. له دې ټولو سره سره د صنعت کارانو اتحاديه بيا وايي چې د پولادو صنعت کې په سلګونو ميليونو ډالرو پانګونه شوې چې له برکته یې پاکستان ته د ګول سيخ صادرات روان دي.












