چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

امريکا د “ترهګرۍ ضد” تر نامه لاندې جګړې پيل او په نړۍ کې يې ګډوډۍ رامنځته کړې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 12, 2022
in نړیوال خبرونه
0
امريکا د “ترهګرۍ ضد” تر نامه لاندې جګړې پيل او په نړۍ کې يې ګډوډۍ رامنځته کړې

A U.S. flag is lowered as American and Afghan soldiers attend a handover ceremony from the U.S. Army to the Afghan National Army, at Camp Anthonic, in Helmand province, southern Afghanistan, Sunday, May 2, 2021. (Afghan Ministry of Defense Press Office via AP)

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې نېټې پېښې له ۲۱ کلونو راهيسې، امريکا د “ترهګرۍ ضد” په نوم په ټوله نړۍ کې جګړې پيل کړې چې نړۍ ته يې ستره بيه پرې کړې ده. د ډېرو هېوادونو د خلکو په اند، د امريکا لخوا نوموړې جګړې د تروريزم د له منځه وړلو پر ځای د يو لړ ناوړو پايلو لامل شوې دي. د بېلګې په توګه، د بې ګناه وګړو سخت او پراخ تلفات، ستر بشري ناورينونه، دوامداره ټولنيزې ګډوډۍ او د خوندي چاپېريال پرضد زيانونه.

په تېرو ۲۱ کلونو کې امريکا په افغانستان، عراق، پاکستان، سوريه او يمن کې تش په نامه د “ترهګرۍ ضد” جګړې او پوځي عمليات پيل کړي. د تېر کال په اګست کې امريکايي ځواکونو له افغانستان څخه په بيړه په وتلو سره د دغه هېواد د تاريخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله. خو د امريکا ولسمشر جو بايډن د روان کال په اګست کې وويل چې امريکا به د افغانستان په شمول بهرنيو هېوادونو کې “ترهګرۍ ضد عملياتو” ته دوام ورکړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د امريکا له خوا جګړې نړۍ ته په لوړه بيه تمامې شوې دي. د امريکا د براون پوهنتون د نړيوالو او عامه چارو لپاره د واټسن انسټيټيوټ د معلوماتو له مخې، د سپتمبر د ۱۱مې نېټې تر پېښې وروسته د امريکا لخوا پيل شويو جګړو په مستقيم ډول نژدې ۹۳۰ زره خلک وژلي او په افغانستان، پاکستان، عراق، سوريه او نورو هېوادونو کې ۳۸ ميليونه خلک بې ځايه شوي دي. د امريکا د بوسټن پوهنتون د سياسي علومو پروفيسور نيتا کرفورډ وويل، د مړو شمېر ممکن  کم اټکل شوی وي.

سربېره پر دې، امريکايان هم د دغو جګړو لګښت په غاړه لري. د سپتمبر د ۱۱مې نېټې تر پېښې وروسته، د امريکا نظامي لګښتونه زيات شوي، فدرالي حکومت له مالي کسر سره مخ شوی او د روغتيا او طب، تعليم او ترانسپورت په شمول د خلکو د ژوند په برخو کې بوديجه په دوامداره توګه کمه شوې. د امريکا اقتصادي بې عدالتي نوره هم زياته شوې او د دغه هېواد سياسي قطبي کېدل او ټولنيز وېش يې نور هم سخت شوی دی.

که څه هم د امريکا حکومت اعلان وکړ چې د القاعدې ډلې يو شمېر مشران نيول شوي يا وژل شوي، خو تش په نوم د دغه هېواد جګړې د دې پر ځای چې په ښکېلو هېوادونو کې امنيت راولي، د ګډوډۍ او وېرې لامل کېږي. د افغانستان د کابل پوهنتون استاد نجيب الله جامع وويل چې امريکا تل د خپلو ګټو پر بنسټ ترهګريز سازمانونه تعريفوي او په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه يې يوازې د خپل تسلط د پراخولو يوه پلمه ده.

په ۲۰۰۳م کال کې امريکا په عراق کې د “ترهګرۍ ضد جګړه” په کارولو خپل يرغل توجيه کړ. امريکا په زور د صدام حسين رژيم نسکور کړ، په عراق کې يې سياسي، اقتصادي او ټولنيزې ګډوډۍ رامنځته کړې او د تروريستي قوتونو د پراختيا لپاره يې زمينه او شرايط برابر کړل. د داعش په ګډون افراطي ډلو له دې وضعيت څخه په لوی لاس ګټه پورته کړې او د سيمې امنيت له خطر سره مخامخ کوي.

همدارنگه

د عراق پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد نجيب جبري څرګنده کړه چې امريکا د “ترهګرۍ ضد” او “ديموکراسۍ” تر نامه لاندې په حقيقت کې د نړۍ د تسلط د ساتلو لپاره ترور او ګډوډي رامنځ ته کړې ده.

د امريکا له خوا جګړې په مکرر ډول تريخې پايلې وړاندې کړې، خو لږ شمېر ډلې د تش په نوم “ترهګرۍ ضد جګړې” ګټونکي شوي. د امريکا د نړيوالو تګلارو د څېړنيز مرکز يو راپور چې تېر کال خپور شو، په ډاګه کړه چې په ۲۰۰۱م کال کې د “ترهګرۍ ضد جګړې” له پيل راهيسې، د امريکا نظامي لګښتونه له ۱۴ ټريليونو ډالرو څخه اوښتي او له درېيمې څخه تر نيمايي يې د دفاعي قرارداديانو جيبونو ته تللي دي. د امريکايي سياسي کارپوه چلمرز جانسن وايي، کله چې جګړې ګټورې شي، نو زياتې شي.

Previous Post

شي جين پينګ به د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۲مې غونډې کې ګډون وکړي

Next Post

د روان کال په اتو مياشتو کې د شينجيانګ د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ډېر زيات شوی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د روان کال په اتو مياشتو کې د شينجيانګ د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ډېر زيات شوی

د روان کال په اتو مياشتو کې د شينجيانګ د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ډېر زيات شوی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د لیبیا سواحلو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۷۳ تنه مړه شوي

د لیبیا سواحلو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۷۳ تنه مړه شوي

فبروري 16, 2023

Slot Machines To Play Free Online Australia

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ