د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي ادعا کړې چې له روسي پوځيانو يې خپله شپږ زره کيلومتره مربع خاوره بېرته نيولې ده. نوموړي ويلي چې پوځ يې د هېواد په ختيځ او سويل کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. د زلينسکي تر دې ادعا وړاندې روسي چارواکو هم منلې وه چې پوځيان يې د اوکراين له ځينو سيمو په شا شوي خو د خپل دې کار موخه يې دا ښودلې وه چې پر لوهانسک او دونتسک سيمو تمرکز ډير کړي. د اوکراين ولسمشر د پنجشنبې شپې په ويډيويي وينا کې ادعا کړې وه چې زر کيلومتره خاوره يې له روسي اشغاله خلاصه کړې، خو په پرونۍ وينا کې يې د دې شمېر د دوه برابره کېدو ادعا وکړه. که د نوموړي دا ادعا تایید شي نو د اوکراين د جګړې له پيله بيا تر اوسه به د دغه هېواد د پوځ تر ټولو چټک پرمختګ وګڼل شي.
































