د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په تازه نښتو کې د دواړو لورو لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړوښتې ده. د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونه وايي چې جګړه وړمه شپه د لانجمنې سیمې ناګورنو- قره باغ ته نږدې شوې او لسګونه سرتېري پکې وژل شوي دي. د ارمنستان د دفاع وزیر نیکول پشینان ویلي چې ۴۹ سرتېري یې وژل شوي او دا د ناګورنو- قره باغ په سر د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې له پيل راهېسې تر ټولو خونړۍ پېښه ده. د یادونې وړ ده، چې په ۲۰۲۰ کې د ناګورنا-قره باغ په جګړې کې، چې شاوخوا شپږ اوونۍ روانه وه، ۶۵۰۰ کسان ووژل شول. ارمنستان وايي چې د اذربایجان ځواکونو له نیمې شپه لږ وروسته «د ګوریس او جرموک» د ښارونو په امتداد کې د ارمینیا په پوځي پوستو د توپونو او نورو درنو وسلو ډزې پيل کړې. ارمینیا وايي چې د اذربایجیان ځواکونه یې په خاورو کې د وړاندې تک هڅه کوي.
































